د افغان لوبډلي لپاره بد خبر | خبریال

د افغان لوبډلي لپاره بد خبر

خبریال وېبپاڼه /کرکټ نړیوالې شورا یا ای سی سی د ورلډ کپ سوپر لیګ سیالیو تازه درجه بندي اعلان کړه چې په یاده درجه بندی کي افغانستان شاته تګ کړی دی.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یورځینو سیالیو ترسره کولو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سی سی د «ورلډ کپ سوپر لیګ» تازه درجه بندي اعلان کړه چې په یاده درجه بندی کي افغانستان له اووم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.

د ورلډ کپ سوپر لیګ په درجه بندۍ

١ : انګلستان
٢: بنګله دیش
٣:اسټرالیا
٤: هندوستان
٥:پاکستان
٦: ایرلینډ
٧:نیوزیلنډ
٨:افغانستان

افغانستان کرکټ ملي لوبډلي او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلي د ورلډ کپ سوپر لیګ یوازې درې درې سیالۍ ترسره کړي دي چې درې واړه یې ګټلي دي، پداسې حال کې چې نورو سیالانو یې انګلستان ۱۵، بنګله دیش ۱۲، استرالیا ۷، هندوستان او پاکستان ۹-۹ او ایرلینډ ۱۲ سیالۍ ترسره کړي دي.

افغانستان که څه هم ورلډ کپ سوپر لیګ درې درې سیالۍ له هند او سریلانکا سره درلودې خو تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي دي.

افغانستان چې د ورلډ کپ سوپر لیګ لومړۍ لړۍ د ایرلینډ خلاف ترسره کړه، خپله دوهمه لړۍ به روان ۲۰۲۱م کال سپټمبر میاشت کې د پاکستان خلاف ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ