د شعیب اختر له نظره هغه دوه لوبډلي چي نړیوال جام پای لوبی ته ووځي | خبریال

د شعیب اختر له نظره هغه دوه لوبډلي چي نړیوال جام پای لوبی ته ووځي

خبریال وېبپاڼه / شعیب اختر د هغو دوه لوبډلو نومونه وښودل چې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام پای لوبې ته وځي او هم یې ګټونکي لوبډله په ګوته کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي پخواني توپ اچونکي شعیب اختر ویلي چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډله او پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د شل اوریزه نړیوال جام پای لوبې ته وځي خو نوموړي زیاته کړي ده چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د پای لوبې ګټونکی وي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي «شعیب اختر» وړاندوینه کړې چې د سږ کال شل اوریزه نړیوال جام پای لوبه به د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د هندي رسنیو په وینا چې په یوه مرکه کې شعیب اختر زیاته کړي ده او ویلي چې هغه فکر کوي چې پاکستان به دا فاینل د خپل سرسخت سیال په وړاندې وګټي.

همدارنګه یادونه باید وشي چې د هندوستان پروړاندې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» پنځوس اوریزه او شل اوریزه نړیوالو جامونو کې د هند په وړاندې د پاکستان ریکارډ د ۱۱ په مقابل کې صفر دی.

مګر د دغه لوی ریکارډ سره سره هم شعیب اختر احساس کوي چې دغه لوی ریکارډ به د روان کال په نومبر میاشت کې په متحده اماراتو کې بدل شي.

هندوستان د پاکستان په وړاندې په پنځو شل اوریزه نړیوالو جامونو کې هېڅ سیالي نده بایللی.

همدارنګه ټاکل شوي ده چې شل اوریز نړیوال جام به د روان زیږدیز کال اکتوبر د میاشتی ۱۷ مې نېټې څخه د نومبر د میاشتی تر ۱۴ مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي چې ۱۶ لوبډلې به پکې کډون والي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ