د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راتلونکو لوبو ځای او نیټه په ډاګه شو
خبریال وېبپاڼه / د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې چې د افغانستان او پاکستان درې یو ورځنۍ لوبې به د سیپټمبر له ۱ نیټې د یادې میاشتې تر پنځمې نیټې د سرېلانکا په مهیندا راجاپکسا سټوډیوم کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.
افغان کرکټ بورډ تېره ورځ د پاکستان په وړاندې د سوپرلیګ درې یوورځنیو لوبو ته د حشمت په کپتانۍ اولس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې ډیرو ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی.
کرکټ بورډ که څه هم یوازې دومره وویل چې یادې لوبې به سیپټمبر میاشت کې وشي خو نه یې د کره نیټو او نه هم د ځای په اړه رسنیو سره معلومات شریک کړل.
دغه راز داسې معلومات هم شته چې افغان کرکټ بورډ هڅه کوي له سرېلانکايي لوبډلې سره ملي لوبډلې ته یو شمیر لوبې برابرې کړي خو لا هم په دې اړه د سرېلانکايي کرکټ بورډ له لوري د هو یا نه ځواب نه دی ورکړل شوی.
یاده دې وي چې د افغانستان په کوربه توب له پاکستان سره لوبې لومړی په متحده عربي اماراتو کې پلان شوې وې خو هلته د آی پي ایل د پاتې لوبو د کیدلو له امله لوبغالي بوخت دي او اوس به د دواړو هیوادونو ترمنځ لوبې سرېلانکا کې کیږي.