د استرالیا خلاف مشفیق الرحیم د پنځو شل اوریزه سیالیو څخه پاتی شو
خبریال وېبپاڼه / مشفیق الرحیم د استرالیا خلاف پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ څخه بهر شو.
ټاکل شوې ده چې د کوربه بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اوریزه نړیوال جام ته د تیاري په موخه د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه لوبو لوبلړۍ ترسره شي.
د یو شمیر راپورونو له مخې چې د مشفیق الرحیم مور او پلار ناروغه دي چې نوموړی په شخصي الوتکه کې له زمبابوې څخه بنګله دیش ته سفر وکړ.
د بنګله دیش کرکټ بورډ یاد خبر پرون تایید کړ چې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ویکټ کیپر توپ وهونکی «مشفیق الرحیم» به د استرالیا خلاف د پنځو شل اوریزه سیالیو په لوبلړۍ کې کډون ونلري.
د استرالیا سره لس ورځني قرانطین تړون له مخې مشفیق الرحیم نشي کولای چې په ټاکل شوي وخت د قرانطین موده تېره او د لوبډلې سره یوځای شي.
همدارنګه ټاکل شوي ده چې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د پنځو شل اوریزه لوبو لوبلړۍ د راتلونکي اګست میاشتې په لومړۍ لوبه دریمه نیټه، دوهمه لوبه په څلورمه نیټه، دریمه لوبه په شپږمه نیټه ، څلورمه شل اوریزه لوبه په اوومه نیټه او وروستۍ شل اوریزه لوبه په نهمه نېټه د بنګله دیش ډهاکه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.