د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ نیټه په ډاکه شوه
خبریال وېبپاڼه /یو شمیر راپورونه وايي چې د پاکستان کرکټ بورډ او د پي ايس ايل ليګ مسؤلين سره دې موافقې ته رسېدلي ترڅو د راتلونکې اووم پړاو پاکستان سوپر ليګ لوبې د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې ترسره کړي.
که څه هم د ياد ليګ لپاره لا تر اوسه لوبغالي نه دي مشخص شوي خو ویل کیږي چې د ياد ليګ ټولې لوبې به په کور دننه په پاکستان کې ترسره شي.
د پاکستان کرکټ بورډ په دې اړه پخپله خپره شوې اعلاميه کې ويلي،چې د شپږم پړاو پي ايس ايل ليګ د کاميابه ترسره کيدو وروسته دوی د ياد ليګ مسؤلينو سره دې موافقې ته رسېدلي ترڅو راتلونکې اووم پړاو پاکستان سوپر ليګ د ۲۰۲۲م کال جنوري او فبروري مياشتو کې ترسره شي.
بلخوا دا هم ويل کيږي چې که پاکستان سوپر ليګ په جنورۍ مياشت کې پيل شي نو ممکن د اسټراليا تجارتي ليګ بيګ باش سره په ټکر کې راشي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني هم ويلي و چې د پي ايس ايل ليګ راتلونکی اووم پړاو لوبې به د نندارچيانو په شتون کې په پاکستان کې ترسره کړي.
د احسان ماني په ټکو چې د ياد ليګ د پای ته رسېدو وروسته به دوی د اسټراليا، ويسټ انډيز او نيوزيلاند لوبډلو کوربه توب هم په غاړه ولري.