قيس احمد په سل باليز کرکټ ليګ کي په غوره توپ اچوني سره خپله لوبډله بريا ته ورسوله | خبریال

قيس احمد په سل باليز کرکټ ليګ کي په غوره توپ اچوني سره خپله لوبډله بريا ته ورسوله

خبریال وېبپاڼه / قيس احمد په سل باليز کرکټ ليګ خپله لوبډله بريا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د انګلستان په سل باليز کرکټ ليګ کې نن دوه لوبې وشوې چې په یادو دوه لوبو کې درې افغان لوبغاړي قيس احمد، راشد خان او مجيب الرحمن ولوبيدل.

لومړۍ لوبه د سوترن بريو او ټرينټ راکيټس ترمنځ وشوه چې پکې راکيټس لوبډلې په اسانۍ سره د سوترن بريو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ټرينټ راکيټس لوبډلې لپاره راشد خان په شلو بالونو ۲۸ منډې ورکړې او د ويکټې په اخيستلو ونه توانيده، خان ته په توپ‌وهنه کې نوبت ونه رسيده خو لوبډلې يې په نهه ويکټو بريا خپله کړه.

د نن شپې دوهمه لوبه کې ناردرن سوپر چارجرز او ويلش فاير لوبډلې د سيالۍ ډګر ته ووتې چې د ناردرن لپاره افغان لوبغاړی مجيب الرحمن ولوبيد او د ويلش فاير لپاره ليګ بريکر قيس احمد ښکلې لوبه وکړه.

مجيب لکه د راشد پرته له دې چې ويکټ واخلي ډېر منډې ورکړې، هغه په ۲۰ توپونو ويلش فاير لوبډلې ته ۳۳ منډې ورکړې او په توپ وهنه کې نوبت ور ونه رسيده.

د ويلش فاير لوبډلې لپاره قيس احمد په شل بالونو ۱۳ منډې ورکړې او د استراليايي کريس لېن، انګلينډي ډيويډ ويلي، جان سيمپسن او هيري بروک ويکټې یې واخيستې. لوبه ويلش فاير لوبډلې وګټله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ