د هند کرکټ لوبډلي لپاره ښه خبر | خبریال

د هند کرکټ لوبډلي لپاره ښه خبر

خبریال وېبپاڼه / د هند ټېسټ کرکټ لوبډلې د کال غوره لوبډلې جايزه وګټله.

د ACES سپورتي ستورو په نوم د جايزو په لړۍ کې، د هند ټېسټ کرکټ لوبډله د سږ کال د غوره لوبډلې جايزه وګټله.

ياد مراسم چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې جوړ شوي وو، پکې د ياد هېواد ټېسټ لوبډله د کال غوره لوبډله اعلان شوه.

په ۲۰۱۹م کال کې د وېرات کوهلي په مشرۍ هندۍ ټېسټ کرکټ لوبډلې په آسټراليا کې د ياد هېواد څخه د ټېسټ سيريز په ګټلو تارېخ جوړ کړ او له ۷۱ کلونو وروسته هندۍ لوبډله وتوانېده چې آسټراليا کې يې ټېسټ سيريز وګټه.

د جايزو د اعلان او ويش دغه پروګرام د هند د ځينو مشهورو کمپنيو لکه ام آر اف، سپايس جېټ، وېزېټ موناکو او سوني ټين ون لخوا له مالي اړخه تمویل کېږي.

ياده جايزه د هند کرکټ ملي لوبډلې په استازيتوب د لوبډلې بيټينګ روزونکي ویکرم راټهوړ واخيسته چې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي لخوا ورکړل شوه.

ګنګولي خپلو خبرو کې روزونکي ویکرم او هندۍ لوبډلې ته مبارکي ورکړه او ويې ويل چې نړيوال جام راروان دی، اميد دی هندۍ لوبډله ښه وځلېږي.

اوپنر روهيت شرما بيا د کال د غوره ورزشکار ( کرکټر ) جايزه او ښځينه کرکټرې سمېرتي ماندانا د کال د غوره ښځينه کرکټرې جايزه وګټله.

د اسټراليايۍ لوبډلې لوبغاړی سټيف سمېت د چييرمين چوايس جايزې حقدار وګڼل شو چې له بنديز څخه نړيوال کرکټ ته په راګرځېدو يې بهترينې لوبې وکړې.

د هند لوبډلې پخوانی چټک بالر او هند ته د ۱۹۸۳م کال نړيوال جام ګټوونکی کپتان کپېل ديف ورزش ته د کړي خدمت له امله د «ژوند غوره لاسته راوړنې» جايزې ګټوونکی شو.

د جايزو د وېش ياد پروګرام چې په فيصله کوونکي هئيت کې يې د هند وتلی پخوانی کرکټر سونيل ګواسکر هم شامل دی، معتبرې جايزې ګڼل کېږي چې وخت په وخت د کرکټ لوبغاړو تر څنګ د نورو ورزشونو لوبغاړو ته هم ورکول کېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ