سویلي افریقا د ایرلینډ څخه د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړه | خبریال

سویلي افریقا د ایرلینډ څخه د شل اوریزو لوبو سریز په خپل نوم کړه

خبریال وېبپاڼه / سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وروستي شل اوریزه لوبه تیره ورځ ترسره شوه.

د ورستۍ شل اوریزي لوبي جزییات

د سویلي افریقا او ایرلینډ ترمنځ په دریمه شل اوریزه لوبه کې د سویلی افریقا توپوهنه ډېره چټکه وه، چې سویلي افریقا د ۴٩ منډو په توپیر په لوبه کې بریا خپله کړه او د لوبې تر څنګ یې لوبلړۍ هم وګټله.

د سویلي افریقا او ایرلېنډ ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه په بیلفاسټ کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سویلي افریقا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

سویلي افریقا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٩ منډې وکړې، چې له ډلې یې ټیمپا ۷٢ منډې ، ریزا ٦٩ او ډویډ میلر ٣٦ منډې وکړې. د ایرلېنډ له خوا ، او سیمي سینګ او میری مکارتی ۱-۱ ویکټه واخیسته.

د ١٩٠ منډو هدف په تعقیب کې د ایرلېنډ لوبډلي د نهو لوبغاړو په زیان يي په ٢٠ اورونو کې د ١٤٠ منډو په جوړولو سره وسوځېده او د ٤٩ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا بیلبرنی ٢٧ او کریک یونک ۲٢ منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ټیمپا ترلاسه کړه. سویلي افریقا د دریمی لوبې تر څنګ د ۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله، او ایرلینډ لوبډلي ته دري ماتې ورکړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ