د سل توپونو لیګ په اړه حالبه مالومات | خبریال

د سل توپونو لیګ په اړه حالبه مالومات

خبریال وېبپاڼه / د سل توپونو لیګ چي په انګلستان کې تېره شپه د اته لوبډلو په ګډون پیل شو، چې په دې لوبو کې څلور افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

د سل توپونو لیګ کي محمد نبي عیسی خېل له لندن سپېرېټ لوبډلې سره لوبیږي ، راشدخان له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبیږي ، قیس احمد له وېلش فایر سره او مجیب الرحمن له نارترن سوپرچارجرز لوبډلې سره لوبیږی.

د جمعې په ماسختن د شپې لس بجې د محمدنبي دې لوبه ترسره کېږي.

د سل توپونو لوبه د جمعې په شپه د اوول اېنوېسېل او مانچېسټر اورېجنل ترمنځ ترسره شوه.

په دې لوبه کې لومړی اوور د مانچیسټر لپاره د انګلستان ۲۳ کلن کیڼ لاسي سپېن بالر ټام هارټلي ترسره کړ، چې لس توپونه یې وکړل او په خپل څلورم توپ یې سام کرن بولډ کړ.

په درېیم توپ د سل توپونو لومړۍ شپږیزه سام کرن ووهله.

لومړۍ څلوریزه بیا جېسن رای ووهله.

د اوول اېنوېسبل لوبډلې لوبډلمشر سېم بېلېنګز په ۳۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې او دې لوبډلې په سل توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې او مانچېسټر اورېجنلز ته یې ۱۴۶ منډې هدف ورکړ.

ټام هارټلي په ۲۰ توپونو باندی یی د ۲۴ منډو په ورکولو سره يي دوه وېکټې ترلاسه کړي، فرید کلاسین په ۱۵ توپونو کې ۲۳ منډې ورکړې، درې وېکټې یې واخیستې، سټېون فېن په ۱۵ توپونو ۲۲ منډې، دوه وېکټې او متیو پارکېنسن په ۲۰ توپونو ۲۷ منډې ورکړې او ۱ وېکټ یې واخیستې.

په دې سل توپونو کې یواځې یو وایډ توپ وشو، چې هغه هم سټیوېن فېن ترسره کړ.

په دې لوبو کې ایکانومي د هر بال پر سر حسابېږي، یعنې د اوور پر سر نه حسابېږي، ټام هارټلي په هر توپ یو اعشاریه شل منډې ورکړې وې، کلاسین په هر توپ ۱ اعشاریه ۵۳ منډې، سټیون فېن یو اعشاریه ۴۷، کارلوس برېتوېټ ۱ اعشاریه ۶۷، متیو پارکېنس ۱ یو اعشاریه ۳۵ او کالوېن هرېسن یو اعشاریه ۵۳ منډې په هر بال ورکړې وې.

لوبه مانچیسټر اورېنجنلز کرکټ لوبډلې په ۹ منډو وبایلله او بریا د جېسن رای یا سېم بېلېنګز کرکټ لوبډلې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی سام کرن وپېژندل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ