د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له دندې لرې شوي | خبریال

د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له دندې لرې شوي

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې د غوراوي کميټې مشر اسدالله خان له دندې لرې شوی.

د سرچينې په وينا چې اسدالله خان د لوبغاړو ترمنځ د ګروپ بندۍ او ډلبازۍ هڅې کولې او په دې تړاو نوموړي ته څو ځلې اخطار هم ورکړل شوی وو.

ويل کيږي چې اسدالله خان د ۲۰۱۹ نړيوال جام وروسته پيښو چې له امله يې نوموړی د اجرائيه رياست له سرپرستۍ لرې شوی وو، له يو شمېر لوبغاړو سره عقدې پاللې او له يو شمېر نورو سره د ګروپونو جوړولو هڅې یې کولې.

اسدالله داسې مهال له دندې لرې کيږي چې تېره ورځ کرکټ بورډ د پاکستان په وړاندې لوبو ته افغان لوبډله اعلان کړه، کومه چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوه.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ هم داسې راپورونه موجود ول چې اسد غوښتل لوبډله کې يو شمېر هغه لوبغاړي واچوي کوم چې د نړيوال جام پر مهال د هغه سره په ګروپ او ډله کې ول.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ