د محمد نبي لپاره د ویاړ خبر | خبریال

د محمد نبي لپاره د ویاړ خبر

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د کرکټ په یوې برخه کې د نړۍ تر مخکښو لوبغاړو اسټرالوي مکسویل، هندي ویراټ کوهلي او پاکستاني شعیب ملک څخه مخکې دی.

د «Cric Tracker» د راپور له مخي افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې تر بل هر لوبغاړي په غوره سټرایک رېټ سره توپوهنه کړې.

لومړي: محمدنبي

د یاد لیست په سر کې محمدنبي شتون لري، چې د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته ترټولو په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د محمدنبي سټرایک ریټ ۲۲۶،۴۰ دی.

دوهم: کلین مکسویل

تر افغان لوبغاړي راوروسته د لیست په دویم ځای کې د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړی کلین مکسویل شتون لري، چي د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د مکسویل سټرایک ریټ ۲۲۵ دی.

دریم: ویراټ کوهلي

تر اسټرالوي لوبغاړي راوروسته د لیست په درېیم ځای کې د هند کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبډلمشر ویراټ کوهلي شتون لري، چي د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د ویراټ کوهلي سټرایک ریټ ۱۹۷،۴۴ دی.

څلورم: شعیب ملک

تر هندي لوبغاړي راوروسته د لیست په څلورم ځای کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړی شعیب ملک شتون لري، چي د شل اوریزه سیالیو په وروستیو اورونو کې یې د ۲۰۱۶م کال څخه راوروسته په غوره سټرایک ریټ سره توپوهنه کړې.

د شعیب ملک سټرایک ریټ ۱۹۶،۱۵ دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ