حضرت ځاځي ته د MGموټر ورکولو په سر د جاوید افریدي او راشد خان جالب بحث | خبریال

حضرت ځاځي ته د MGموټر ورکولو په سر د جاوید افریدي او راشد خان جالب بحث

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ سیالي چې شپږم پړاو سیالي يي د پاکستان په کوربه توب پیل شوي. خو په یاد لیګ کې د څوارلس لوبو له ترسره کولو وروسته یاد لیګ وځنډول شو. خو څه موده وروسته د یاد لیګ پاتي لوبي یو ځل بیا په متحده اماراتو کې پیل شوي.

چې یو شمیر لوبډلو نوي لوبغاړي خپلو لوبډلو ته وپیرل. چې پیشاور زلمو لوبډلې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې چټګ چپ لاس توپ وهونکي حضرت الله ځاځي يي خپلي لوبډلې ته جذب کړه. نوموړي د پاکستان سوپر لیګ کې د پیشاور زلمو لوبډلې ته خورا ښه توپ وهنه ترسره کړي ده.

حضرت الله ځاځي تېره شپه د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ سیالیو کې يي د دریم ځل لپاره په یوې مهمه او غوره لوبه کې د پیشاور زلمیو لوبډلې ته نیمه سلیزه ووهله او خپله لوبډله یې پای لوبې ته ورسوله.

حضرت الله ځاځي په یاده لوبه کې په ۴۴ توپونو باندې ۶۶ چټکې منډې د ۴ شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ ترلاسه کړې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د یادي لوبې وروسته یوځل بیا د پیشاور زلميو لوبډلې مالک او مشر جاوید افریدي د ستاینې پر موخه په ټویټر د حضرت الله ځاځې په اړه یو ټویټ وکړ چې وروسته دغې ټویټ ته افغان مشهور او ګوکلي توپ اچونکي راشد خان هم کمینټ وکړه او جالب بحث یې وکړ وسره.

جاوید افریدي په یاد ټویټ لیکلي وه ” ډیره مننه ځاځی جانه یوځل بیا دې پیشاور زلمیو لوبډلې ته لوبه وګټله.

د یاد ټویټ په ځواب کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان ورته لیکلې(حضرت ځاځي ته به اوس ( MG ) موټر ډالۍ کوې.

خو جاوید افریدي ورته بیاځلې ریپلی کړې ده او لیکلې “راشد خانه ډیر وران یې کنه. خو MG د ځاځي لپاره ولې نه په سر سترګو.

راشد خان په دې ریپلی بیاځلي هم ځواب پریښی دی او لیکلي” ځاځی مبارک شه، دغسې خرچې کوه لالا

جاوید افریدي د راشد خان له دغې ریپلی وروسته بیا ولیکل: د خرچو نه بې خاطره اوسېږئ ”

په یاد ټویټ د پاکستان د کرکټ یوه مشهوره خبریال احتشام خان هم ریپلی کړې ده او راشد خان ته یې لیکلي اوس پکار ده چې جاوید افریدي موټر ورکړي، پرون مې هم ورته وویل، خو ځان یې پرې شپېلی کړ فاینل کې باید ورکړي ”

خو حضرت الله ځاځي تراوسه پوري په یاد ټویټ تبصره نه ده کړه.جاوید افریدې او راشد خان له لوري ډیر مېنشن شوی هم و، خو داچې د هغه بیګا لوبه وه نو تر اوسه یې ټویټر ته سر نه دی راښکاره کړی که چېرې یې وګوري ورته به جالبه وي.

د راشد خان او جاوید افریدي دا ریپلی ټولې په انګلیسي تورو، خو په پښتو ژبه/ لهجه لیکل شوې وې چې د کرکټ مینه والو لپاره یې یوه شیبه تفریح برابره کړې وه.

د کرکت ډیری مینه والو د راشد خان او جاوید افریدي یو بل ته ریپلی وې خوښې کړې وې او دوی هم پرې په خپلو تبصرو کې ځاځي ته د موټر ورکولو غوښتنه کړې.

د یادولو ده چې پښتون جاوید افریدي د پاکستان او نړۍ ستر تجار، د پېښور زلميو لوبډلې مالک، همدارنګه د هایر کمپنۍ اجراییوی مشر په توګه هم دنده ترسره کوي چې په اوس وخت کې پاکستان ته د “MG” ترټولو قېمت ترینه موټرې هم انتقالوي چې د دې سترې موټر جوړولو کمپنۍ غړیتوب هم لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ