د ويسټ انډيز کرکټ بورډ ډیرن سمې د بورډ د رهبرۍ غړی ټاکلي | خبریال

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ ډیرن سمې د بورډ د رهبرۍ غړی ټاکلي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پې ایس آیل لیګ کې د پیشاور زلمو لوبډلې کوچ او د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي ډیرن سمې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ لخوا د یاد بورډ غړی ټاکل شوي دي.

د ويسټ انډير کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړی او يادې لوبډلې لپاره د وروستي نړيوال جام ګټوونکی لوبغاړی ډیرن سمې د کرکټ بورډ د رهبرۍ غړی ټاکل شوی دی.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د جون میاشتي په څلرویشتمه دغه اعلان وکړ.

د یاد کرکټ بورډ مشر وايي، چې ډيرین سمي د ډېرو تجربو په درلودلو سره کولای شي د دغه هېواد کرکټ ته لا وده ورکړي.

ريکي سکريټ وويل، چې د دوو نړيوالو جامونو ګټوونکی لوبغاړی ډیرين سمې به له خپلو پراخو تجربو څخه په ګټه اخيستنې به په کرکټ بورډ کې بيلا بېلو مشورو کې دخيل او لدې وروسته د دغه بورډ د رهبرۍ رسمي غړی وي.

ډیرین سمې هم دده به ګمارنه خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې له خپلو تجربو څخه په ګټې اخيستني به د ويسټ انډيز کرکټ لپاره خواري کوي.
سمې زياته کړه: « دا زما لپاره يو بل فرصت دی، تر څو په سيمه ايز، ملي او نړيواله کچه ترلاسه شوې تجربې څخه د ويسټ انډيز کرکټ د راتلونکي لپاره کار وکړم.
ډیرین سمې اوس مهال په دوبۍ کې له پېښور زلمي لوبډلې سره د مشر روزونکي دنده پرمخ وړي، چې خپله لوبډله يې تر پايلوبې رسولې ده.‏
د ويسټ انډيز کرکټ بورډ په اړه که څه هم وخت ناوخت د اختلافاتو او ناسمو سياستونو خبرونه خپرېږي، خو د ډيرین سمې پر وړاندې دا دوهم ګټور ګام دی، چې پورته کېږي.

تر دې وړاندې د نړيوال جام ګټلو په وياړ په ويسټ انډيز کې يو لوبغالی هم د ډيرن سمې په نوم نومول شوی وو.

د يادونې وړ ده، چې په نړيواله کچه د کرکټ ادارې په دې هڅه کې دي، چې له خپلو پخوانيو لوبغاو څخه د کرکټ په وده او نړيوالو سره د سالمو اړيکو په درلودلو کې ګټه واخلي؛ خو افغان لوبغاړی بيا د کرکټ تر پرېښودو وروسته يا بې له دندې په هېواد کې پاتېږي او يا هم د بېکارۍ له کبله نورو هېوادونو ته ځي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ